
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس تیره ورځ جمعه ويلي، چې ایران د خلکو د غوسې په کرارورلو کې ماته خوړلې. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې امریکا د ایران خلکو سره هيڅ ډول دښمني نه لري.
د سکای نيوز د رېپوټ له مخې، متيس ټينګار کړی، چې امریکا د ایران د رژيم سره مشکل لري او د دغه هېواد خلک هم.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران په ۲۰۰۹ ز کې وتوانيد چې د خلکو پاڅون وځپي، خو ایران د دوی د نارضايتئ او غوسې په له منځه وړلو کې ناکام شو.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تيره ورځ څرګنده کړې، چې د پراخ واک په درلودو سره به ټول هغه کسان چې د لاریونکوونکو په ځپلو کې ونډه اخلي تحریم کړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند هېزر ناورټ ويلي، چې په ایران کې د پاڅونکوونکو وژل او په زندان کې د زرګونو خلکو بندي کیدلو په کلکه غندي او زیاته کړې، چې «موږ مو نه هيرو».
د يادونې ده، چې په وروستيو ورځو کې د ايران په مختلفو ښارونو کې د ايران د اخوندي رژيم پر وړاندې پر له پسې لاريونونه روان دي، چې د دغه هېواد د رژيم لخوا هم لږ تر لږه د ۲۱ کسانو د وژل کیدو پخلی شوی دی.