امریکا۷۰۰ کډوال له هېواده وباسي

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د حزب غړي، د دموکراتانو د حزب له غړو سره دې پایلې ته رسېدلي، چې هغه ۷۰۰ ځوان کډال ژر تر ژره له امریکا و ایستل شي، چې تر اوسه پورې راجستر شوي نه دي.
 ویل کېږي، چې دغه شمېر کډوال به په مارچ میاشت کې د ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وروسته له دغه هېواد څخه وایستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هېڅ صورت دغه هېواد د کډوالو له ورتلو سره لېوالتیا نه لري، بلکې، ډېر کله ورته سپکې سپورې کلمې هم کاروي. له دې وړاندې یې امریکا ته ورتلونکي کډوال له کثافاتو سره پرتله کړي وو. ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې بهرني هېوادونه خپل کثافات امریکا ته را استوي.
 نوموړي هغه وخت اړونده ټولو ادارو ته امر کړی و، چې دغه هېواد ته د هر ډول ورتلونکو کډوالو مخه ونیسي او هغه پروګرامونه هم لغوه کړي، چې له مخې یې کډوال کولی شي په قانوني ډول امریکا ته ورشي.