
د دېپلوماتیکو سرچينو د رېپوټونو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالاتو تیره ورځ وړاندیز وکړ، چې د ایران د امنيتي حالت د ارزونې په موخه دې يوه فوق العاده غونډه جوړه شي.
د ایران خلکو د لاریونونو او د دغه هېواد د دولت د ظالمانه چلند په هکله به نن د امنيت شورا لخوا يوه ځانګړې غونډه جوړه شي، چې نوبتي مشري به يې د قزاقستان هېواد پر غاړه وي.
مخکې تر دې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکي هيلي ويلي وو، چې د ایران د خلکو لاریونونه خود جوشه دي او په بهر کې د چا لخوا طرحه شوي ندي او په دې هکله يې د امنيت شورا د يوې فوق العاده غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې وه.
نوموړې د ایران دولت دغه تورونه په کلکه رد کړل، چې د دغه لاریونونو طرحې په بهر کې جوړې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې لاریونونه په ناڅاپي توګه پيل شول او د ایران نورو ښارونو ته وغځېدل او نيکی هيلي دغه حالت «د یوه ځپل شوي ملت رښتينی انځور» وبللو، چې « د خپلو ډيکتاتورانو پر وړاندې پاڅېدلي».