
ایران د لاریونکوونکو د ټکولو د هڅې په بهیر کې له افغان شعیه ګانو جوړه شوې فاطمیون او عراقي ډلې حشد الشعبی نه ګټه اخلي.
د العربیه خبري رسنۍ د رېپوټ پر بنسټ، وړمه ورځ ماښام مهال د فاطمیون ډلې زر تنه خميني ښار او د اصفهان نورو ښارونو ته ليږل شوي وو، چې لاريونکوونکي ورباندې وټکوي.
سرچينه زیاتوي، چې د عراقي ملیشو ډله حشد الشعبی وسلوال يې اهواز ته وړي او د عبادان، محمره او ایران په نورو ښارونو کې يې ځای پر ځای کړي دي.
د يو بل رېپوټ له مخې، سپاه پاسدارن په دمشق کې د ایران سفارت ته امر کړی، چې هغه ځواکونه چې په سوریه کې يې اوسمهال موجوديت ډير اړین ندی، تهران ته د وضعیت د کنټرول په موخه ستانه کړل شي.
د یاودنې ده، چې له یوې اونۍ راهیسې د ایران په مختلفو ښارونو کې، د بې وزلۍ او اخوندي حکومت د ظلمونو له کبله عام ولس راپاڅېدلی او په زیاتره لویه ښارونو کې لاریونونه لا هم روان دي.