شمالي کوریا وايي؛ د کوم نوي راکټ د ازمویلو پلان نه لري

د شمالي کوریا د پوځ ویاند وایي، هېواد یې د کوم نوي راکټ د ازمویلو هوډ نه لري. ده ویلي، چې خپلو هڅو ته به په دې برخه کې دوام ورکړي، خو د کوم نوي څه د ازمویلو پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د شمالي کوریا مشر امریکا ته په خطاب کې ویلي و، چې د اټومي وسلو بټن یې د مېز پر سر ده او هر وخت چې وغواړي فشار ورکولی شي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د کیم جونګ اون د دې خبرې په ځواب کې ویلي و، چې دا راکېټي سړی دې یو څوک وپوهوي، زما پر مېز هم ښه غټه بټنه شته.