د پاكستان د ولسمشر بې ځايه تورونه

صاحبزاده
كله چي د پاكستان د خلكو د ګوند مشره په كال 2007 كي خپل هيواد ته راستنه شوله نو د هغي راتګ داسي نه وو چي په خپله خوښه راغله بلګي د يو لړ تړونونو په بنياد هغي وكولاي شول چي خپل هيواد ته راستنه شي چي هماغه تړونونه ددي د ژوند اخرني هڅي هم شولي ځكه هغي يو لړ تړونونه د خپل هيواد د وخت فوځي واګدار سره ګړي وه او يو لړ يي د خپل ملك نه بهر كړي وو چي د هماغه په اساس هغي وكولاي شول چي هيواد ته راستنه شي او د خپل ملت په وړاندي وروسته د ډير وخت جلا وطني څخه راښكاره هم شوله خو دا ځل هاغه مشره نه وه كومه چي لس يولس كله جلا وطني نه مخګي وه دا ځل يي په خپل زړه كي د تيرو كلونو جبيره هم كول غوښتل خو هاغسي ونه شول او تقدير ته بل څه منظور وه نو چي كله هيواد ته راستنه شوله او په هيواد كي يي د عامه ټاګنو هوا رالوتلي وه نو هماغه وه چي هغي هم پرته د كوم ځنډ څخه خپلي منډي ترړي شروع كړلي چي په دي منډو ترړلو كي د هغي هاغه تړونونه تر شا پريښودل د كومي په سبب چي هغه خپل ټاټوبي ته راغلي وه نو هماغه وه چي لومړي پري په كراچي كي حملي وشولي او په خپله دا خو روغه تري ووتله خو ددي ډيري پلويان ورڅخه قربان شول دي ، لا د هغو حملو پړ نه وو معلوم شوي او نه دي لا د هغو پلويانو د وير ټغر ټول كړي وو چي د وخت واګدار په هيواد كي بيړني حالت اعلان كړل نو دي لا خپلي منډي ترړي تيزي كړلي ځكه دي ته همدا د خپلي كاميابي اخرني چانس ښكاريدلو نو هماغه وه چي په دي منډو ترړلو كي يي په راولپينډي كي قرباني شوله نو د هماغه شيبي نه ددي وژني پړه نه چا واخستله او حكومت هم په مختلفو خلكو باندي دي پړه ورواچوله او دلته يوه ښه اصطلاح پيدا شوي چي هر وړه او غټه مسئله كي وايي چي دا يوه ځان وژونكي حمله وه او د ځان وژونكي حملي مخنيوي نه كيږي نور پلټني هم بندي شي ، دا چي په هاغه وخت كي په ملك كي بيړني حالت وو نو پلټني هم وشولي او په اخره كي پړ په سونو كليومتره لري په قبايلو كي د طالبانو د اسلامي غورځنك مشر وبلل شو خو د پاكستان دخلكو ګوند دا پلټني نه منلي او غوښتل يي چي د نړيوالي ټولني له خوا پلټني تر سره شي هماغه وو چي كله عام انتخابات سر ته ورسيدل او د پاكستان د خلكو ګوند په اكثريت وو نو حكومت يي جوړ كړلو نو د لومړي ورځي څخه يي همدا غږ بيا راپورته كړلو چي د خپلي مشري د مرګ پلټنه او تحقيقات بايد د نړيوالي اداري له خوا تر سره شي او قرارداد يي هم پاس كړلو او هغوي كار شروع كړلو هغوي تحقيقات هم ډيره اوږده كړل ځكه پدي سره د پاكستان څه دپاسه پينځلس مليونه ډالر مصرف راتلو كه په يو څو ورځو كي يي سرته ورسوي نو كار به كم وي او اجوره يي زياته نو نړيوالي پلټني هم وځنډول شولي او دادي اوس د نړيوالي ټولني پلټني هم راښكاره شولي خو لومړي چي كله هغوي خپل كار خلاص كړلو او هاغه لوړي هستياني يي په كي ښكاره كړي وي چي ددي د وژني تر شا وه نو نړيوالي ټولني ورته په ټول پاكستان كي خپل دفترونه د ويري له وجي څو ورځو دپاره وتړل خو د پاكستان حكومت په فشار باندي هاغه پلټني وروسته شولي او هاغه ښكاره نومونه يي ورڅخه وايستل او هسي مبهمي خبري يي په كي راوړي چي دا ځاي يي ولي وينځلي او دا حكم فلاني وركړي او داسي نور خو هاغه اصلي پلټني نتيجه يي ورڅخه ويستله ، دا چي د هغي د مرګ دوه كاله پوره شوي او اوس يي دريم كال روان دي په دي وخت كي دهغي خاوند چي د هغي د ګوند شريك مشر دي او هم د هيواد ولسمشر دي په مختلفو پروګرامونو او وختونو كي مختلفو خلكو ته ګوتڅنډنه كړي چي دده د وارخطايي نه هم اصلي وژونكي او طراحانو معلومات كيدلي شي ځكه په لومړي سر كي ده دعوه په مشرف او د وخت حاكم كوند د پاكستان مسلم ليك قايد اعظم په ډله پوري كړي وه او دغه ګوند ته يي د مسلم ليك په ځاي قاتل ليك وويلو خو څه موده وروسته يي بيا دا دعوه وكړله چي د بي بي وژونكي ماته معلوم دي او د وخت په رارسيدو سره به ورڅخه پرده پورته كړم نو ټوله دنيا يي په دي هكه حيرانه كړله چي د وخت اولسمشر چي وزير اعظم يي هم د خپل لاس نيالګي دي او هم ورته د اعلي فوځي مشرانو او هم د محكمي ټول واګ تر لاسه دي خو د خپل كورو داني او د ډلي مشري وژونكي لا پټ ساتي او د هغي تحقيقات نه كوي هماغه وه چي په پارليمان كي مخالفو ګوندونو نعري پورته كړلي چي ( بي بي هم شرمنده هي تيرا قاتل زنده هي ) نو دوي يي هم وارخطا كړل بيا يي په نورو ډلو تپلو د هغي د وژني تور پوري كړلو خو دادي اخر تيره ورځ د خيبر پښتونخواه ايالت ته راغلي وو دلته يي په افغان مهاجرينو دا تور پوري كړلو چي بي بي هاغه چا وژلي كومو ته چي ديرش كاله پخوا مونږ ځاي وركړي وو او مونږ خپل وروڼه ګڼل هغوي زمونږ په ملا كي خنجر ښخ كړلو نو سړي هك پك حيران پاتي شي چي د افغان مهاجرينو چي د قانوني اسنادو سره خپل ځانونه د يو ناولي او كمزوري پوليس نه نشي خلاصولي هاغه تري چي هرڅومره روپي اخلي دا مسكين افغان يي په ورين تندي وركوي ځكه چاره نه لري نو دوي څنګه داسي لوړ كار تر سره كړلو چي د پاكستان په زړه دراولپينډي په ستر ښار كي د زرګونو امنيتي پوليسو او په زرهاو وګړو تر مينځ يي داسي كار وكړلو چي د پاكستان د خلكو د ګوند مشره يي په رڼا ورځ ترور كړله ، او په دي سره افغانانو ته څه ګټه ورسيدله ځكه هر كار چي څوك كوي نو د يوي موخي په اساس يي كوي او ددي په ترور كولو كي د افغانانو څه مقصد وو خو داهسي د خپل بام واوري په نورو تپلو څخه غير نور هيڅ نه دي . ځكه چي هر سړي پوهيږي چي غوا توره او شيدي سپيني دي ، ځكه كه ولسمشر ته دا معلومات وو لكه دا چي اوس وايي نو بيا يي لومړي په نورو دا تورونه ولي پوري كول خو د هماغه لومړي سر نه به يي په دوي دا تور ورپوري كړي وي او يو څو بي ګناه مهاجر به يي نيولي وي او د دار په تخته به يي ځړولي وي دا ځكه چي افغانان اوس هسي هم بي سره دي چي هر څوك پري هر څه لوبي كوي ددوي د پوښتني د الله تعالى څخه غير بل څوك هسي هم نه شته دي هم په خپل هيواد كي بي سره دي او د دنيا ظالمانو چي څه زړه وغواړي هغه ورباندي كوي كه هغي وژنه وي او كه بندي كول او كه هره نادوده وي نو پر دوي كيدل ممكن دي او د هيڅ قانون لاندي نه راځي نو بيا دي ښاغلي دومره ډير انتظار د څه د پاره وكړلو او ولي يي نور خلك پري تورن كړل او ولي يي دومره ډيرو لګښتونو ته غاړه كيښودله چي د ملت ملا يي ورځ تر بلي پوري پري درنه كړه ملت يي د ولږي مري او خپل بچي خرڅوي او دا يواځي د هغه وژونكو پلټنه باندي لګښتونه كوي چي ده ته مخګي څخه لا معلوم دي خو اصل خبره دا نه ده خبره داده چي څنګه وكړي چي دده څخه د خلكو مخ واوړي او د هغه چا پري لوري وګرځي چي د هغوي د پوښتني څوك نه وي كني ټوله نړي پر دي پوهيږي چي دا ښاغلي د غلا او اختلاس په تورونو كي راګير وو په كلونو يي د زندان توري شپي تيري كړلي او بيا جلا وطن شولو دا په لندن او ميرمن به يي په دوبي كي وه دوي سره يوځاي نه وه نو ده ته يي بيا څنګه خپل قاتلان هم ښودلي او ده ته يي د د خپل ګوند د مشري وصيت هم كړي وو چي ده له ځان سره ساتلي وو او تر هغي يي هيڅ نه ويل چي وصيت شته او كه څنګه خو چي كله يي هغه د خاورو لاندي كړله نو ده موقع وموندله او هغه وصيت يي رامخي ته كړلو او ځان يي د ګوند مشر كړلو بيا يي په هماغه غونډه كي خپل ځوي ته مشري وركړه او ځوي يي هم په ډراماتيكه توګه دا بيا د ځان سره په كي شريك كړلو تر دي چي ده بيا خپل ځان پري اولسمشر هم كړلو نو فايده خو دده شوله ده د هغي مړي نه هم فايده واخستله خوار مهاجرينو ته به د هغي په مرګ كي كومه لاسته راوړنه وي ځكه افغانانو ته د پاكستان ملا او امي نر او ښځه سياستمدار او عادي كس ټول يو شان دي ځكه ددوي په هكله ددوي يوه جوړه شوي پاليسي ده هغه چليږي چي په اويايمه لسيزه كي جوړه ده كه دلته اوس غل راځي او كه ډاكو ملا راځي او كه شين امي فوځي وي او كه سياستمدار هماغه پاليسي چليږي او د هغي پاليسي خلاف نه شي كولي نو بيا يي ولي هغه وژله خو په اصل كي خبره څه بل ډول ده او هغه دا چي بي نظيره هاغه چا ووژله چي هماغه ورته ورور په رڼا ورځ ووژلو اودخپل مخي خنډ يي پرون ددي ورور ګڼلو او نن ورته دا وويل شول چي دا ستا په مخګي خڼډ دي دا لري كړه هر څه به ستا شي هم به ګوند په لاس درشي او هم به د هغي نه ځان خلاص كړي د ښځو خو څه كمبود نه شته هغه نه بله .