
په سوریه کې د بشري حقونو اداره وایي، په ۲۰۱۷ کال کې له لس زره زیات ملکي وګړي په جنګ جګړو کې وژل شوي دي.
دغه اداره، چې له لندن څخه خپل کارونه سمبالوي وایي، وقفیي اوربندونه د دې لامل شوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه شي، ګني د ملګي وګړو د وژل کېدو دغه شمېره به له دې هم لوړه وای.
د سوریې د بشري حقونو کمېسون د اور بند د ماتولو پړه تر ډېره پر سوري ځواکونو ور اچوي او د سوریې له حکومت څخه یې غوښتي، چې پوځي عملیات ودروي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي.