کیمیاګر ولې بریالی دی؟

لیکوال: احمدشاه «ویاړ»
      پاولو کویلهو د برازيل هغه مشهور لیکوال دی، چې کتابونه یې له چاپېدو سره سم د نړۍ بېلابېلو ژبو ته ژباړل کېږي.
 (Alchemist) یې همداسې یو شهکار ناول دی، چې د نړۍ پنځه ویشت،دېرشو ژبو ته ژباړل شوی او چاپ شوی دی.
      د ناول لپاره نوم ټاکل مهمه خبره ده، که د ناول نوم مانا او تلوسه ولري؛ پخپله ځان ته لوستونکي پیداکوي. زما په اند د کیمیاګر نوم ناول ته د تبلیغ د یوې ګټورې وسیلې په توګه کار ورکړی. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لوستونکو د موندلو یو لامل ښايي  د غوره نوم ټاکل وي. د کیمیاګر ناول نوم مې چې لومړی ځل د استاد شرف الدین عظیمي په یوه سیمینار کې د تکړه ممثل ممنون مقصودي صیب له خولې واورېد؛ پرلپسې پوښتنې ذهن ته راغلې، کیمیاګر چاته وایی؟ کوم کمالونه لري؟  د دې ناول نوم ولې کیمیاګر دی؟ همدې پوښتنو اړویستم چې ناول پیداکړم، ترپایه یې ولولم او د خپلو پوښتنو ځوابونه پکې ومومم.
     موضوع هغې نظریې ته وايي چې لیکوال غواړي په غیر مستقیم ډول یې لوستونکي ته ورسوي، موضوع یا پیغام باید په مستقیم ډول د کرکټر له خولې وانه ورو، بلکې په پېښو کې ثابته شي، مثلا دروغ ویل زیان لري، دا خبره باید په پېښه کې په ثبوت ورسيږي، یوڅوک دروغ ووايي، بیا له بدو عواقبو سره مخ شي، دروغ ورته عملا تاوان ورسوي. د ښې موضوع نورې ځانګړنې دادي چې خلک ورته ضرورت لري، د هر لوستونکي له ژوند سره تړاو پکې وي، د پوهېدلو او منلو وړ وي.
              د کیمیاګر ناول موضوع د ژوند په رازونو د پوهېدو په هکله ده، مثلا خوښ انسانان کومې ځانګړتیاوې لري؟ د کومو اصولو پلي کول مو بريا ته رسوي؟ سفر کول څه ګټې لري؟ دا هغه موضوعات دي چې د هرچا له ژوند سره تړاو لري. مرکزي کرکټر یې د (سانټیاګو) په نوم هسپانوي هلک دی، سانټیاګو یوه شپه حیرانوونکی خوب ویني، سبا ته د خوب د تعبیر لپاره یوې زړې فالبينې ته ورځي، بوډۍ ورته وايي چې په نصیب کې دې لویه خزانه ده،که یې غواړې؛ مصر ته سفر وکړه،ځکه چې خزانه د مصر د اهرامونو ترڅنګ ښخه ده. هلک سفر پیلوي، په لاره کې له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېږي. هره ستونزه او ګواښ یې لوستونکي ته یو د عبرت درس لري؛ مثلا په لاره  کې له یوه ځوان سره ملګری کېږي،ځوان تر نظره ښه سړی ورځي،باور پرې کوي، خپلې ټولې  پیسې د ساتلو په نیت ورته  سپاري، خو ځوان د ښار په یوه ګڼه ګوڼه کې د ده لاس پرېږدي، تري تم شي. هلک تش لاس پاتې شي، زړه یې وي چې کورته ستون شي، خو همت یې اجازه نه ورکوي، د یوه ښيښه پلورونکي په دوکان کې  شاګرد شي، تر یوه کال شاګردۍ وروسته د خپل  اخلاص او استعداد په برکت د تېر ځل دوه چنده پیسې وګټي.بیا سفر پیل کړي.
 له پورتنۍ کیسې موږ دوې خبرې زده کوو؛ لومړۍ داچې انسان پېژندنه ساده خبره نه ده، باید د چا په ظاهري څېره او خوږو خبرو تېر نه وزو، دویمه داچې د ستونزو پر وخت همت ونه بايلو، هڅه او مبارزه جاري وساتو.
وروسته په لاره کې له یوه عرب عالم سره مخ کېږي، چې په کیمیاګر مشهور دی، د کیمیاګر هره خبره د کار خبره ده.
هغه موضوعات چې د سانمټیاګو له ژوند سره تړاو لري؛ عملا ثابت شوي، خو د کییماګر نصیحتونه چې د ناول مهمه برخه جوړوي،یوازې د هغه له خولې اورو، عملي بڼه نه لري. په ټولیزه توګه ویلای شو چې کیمیاګر ناول  د لوستونکي لپاره ډېر څه لري.
     د ناول لپاره ښه پیل هغه دی، چې لوستونکی له بېلابېلو پوښتنو سره مخ شي. پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره ناول تر پایه ولولي. څه پوښتنې باید د ناول په جریان کې ځواب شي او یوه یا دوې اساسي پوښتنې  پای ته وساتل شي. په کیمیاګر ناول کې د پیل جملو ته چندان پام نه دی شوی، پیل یې لوستونکي ته پخواني نکلونه وریادوي؛ په لومړي پاراګراپ کې لولو:
هلک سانټیاګو نومېده، د ماښام تیاره په خورېدو وه، چې د خپلې رمې سره یوځای یوې زړې ګرجې ته را ورسېد،   د ګرجې بام غورځېدلی و،څنګ ته یې غټ چنار ولاړ و.
پورتنۍ جملې  عادي ښکاري، نه پوښتنه پیدا کوي او نه اندېښنه. لوستونکی فکر کوي چې هلک شپه هملته تېره کړې،
د شپنو لپاره په دښتو او کنډوالو کې شپې تېرول کومه غیرعادي خبره نه ده. لوستونکی چې په پیل کې له پوښتنو او اندېښنو سره مخ نه شي، ناول لوستل خوند نه ورکوي، مجبور دی چې د زړه په زور یې ولولي.  وروسته چې سانټیاګو د خزانې په موندلو پسې روانېږي، تلوسه هم ورسره زیاتېږي، خو دومره نه.
     زیاتره پوهان د کرکټرونو جذابیت او د موضوع په زړه پورې والی د ژبې کمال بولي. ښه ناول هغه دی، چې ژبه یې نه ډېره هنري او شاعرانه وي، نه ډېره وچه او رسمي، ځکه په لومړي حالت کې د لوستونکي پام د کیسې پرځای ژبې ته اوړي او په دويم حالت کې کیسه بې خونده کېږي. په ناول، کیسه او بل هر داستاني ژانر کې باید تر وسه هڅه وکړو،چې ولسي ژبه وکاروو؛ خو په دې شرط چې په پوهه کې خلل واقع نه شي. د استاد سعدالدین شپون او نصیر احمد احمدي داستانونه ځکه د لوستونکو ډېر خوښېږي، چې ژبه یې ولسي ده، هره جمله یې په لوستونکي خوږه لګي. 
د دې کتاب ژبه تر ډېره د ناول ژبې ته نه پاتې کېږي، زه پوه نه شوم چې د لیکوال سبک همدا ډول دی، او که له ژباړې او لیکوالۍ سره د ژباړن نه بلدتیا ددې لامل شوې؛ یوځای لولو:
یوه ورځ ماښام چې هلک له ښوونځي نه کورته راغی؛ نو زړه یې ټينګ کړ او پلار ته یې وویل، چې دی ملا جوړېدل نه غواړي او د ملا جوړېدو په ځای سیاحت غوره ګڼي.
که دا جملې په دې ډول وای ښې به وې: یو ماښام هلک له مکتبه راغی؛ سل زړونه یې یو کړل، پلار ته یې وریاده کړه چې د ده له ملایۍ سره نه ده جوړه؛ غواړي چې به نړۍ را وګرځي.
زما په نظر دویمه وینا تر لومړۍ هغې ساده، ولسي او د یوه هلک له سويې سره سمه ښکاري.
ښايي پوښتنه پيدا شي، چې دا ناول خو په کوزه پښتونخوا کې ژباړل شوی. زموږ عامیانه ژبه د هغوی د عوامو له ژبې سره توپیر لري. خو داسې نه ده؛ که د پېښور د تکړه لیکوال نجیب عامر داستانونه مو لوستې وي؛ پوهېږئ چې  ژبه یې ځومره عام فهمه او مکالمې یې څومره خوندورې دي.
     غوره کرکټر جوړونه هغه ده چې کرکټر ورسپارل شوې دنده په ښه ډول ترسره کړي، تر ډېره د لوستونکي په یاد پاتې شي،ښه کرکټرایزېشن د دې لامل ګرځي، چې لوستونکی له کرکټرونو سره مینه او علاقه پیداکړي؛ د هغه همفکره او خواخوږی شي؛ په کیسه کې روانې پېښې داسې احساس کړي، لکه پر ده چې تېرېږي. د دې ناول مرکزي کرکټر سانټیاګو نومی هلک دی، چې ډېر عمر يې له خلکو لرې په دښتو او غرونو کې د مېږو په څرولو تېر شوی، لیک لوست کولای شي، هر وخت داسې عجیبې و غریبې پوښتنې کوي، چې ښايي د ډېرو خلکو نه وي ورته پام، له پوهې،پیسو او ځوانۍ سره سره بیاهم متواضع دی، دروغ نه وايي. تل د زده کړې په لټه کې وي. د کرکټر په خویونو او اخلاقو کې د ناول تر پایه کومه نیمګړتیا نه وینو. له کرکټر نه د داسې سپين چرګ جوړول چې  هېڅ عیب او نیمګړتیا دې ونه لري؛ لوستونکی د کیسې په حقیقت بې باوره کوي. زموږ په زیاترو کیسو او ناولونو کې یوه نجلۍ داسې انځورېږي چې  سپین مخ، غټې تورې  سترګې، اوږده ویښتان،پراخ تندی جګه ونه او  نیک اخلاق لري. مانا هېڅ کمی پکې نه وي.  زما په نظر د کرکټرونو دا ډول انځورونه کیسه او ناول مصنوعي کوي، داسې انسان به نه وي، چې  له هر اړخه دې پوره وي. که دلته د کرکټر یو یا دوه منفي صفات ذکر شوي وای، یا پرځوان د باور غوندې له څو نورو تېروتنو سره مخ کړی شوی وای، کیسه  له مصنوعیته د پیاوړتیا او حقیقت خوا ته ورسره تله.
 بله مهمه خبره داده چې که موږ ناول یا کیسې ته د نوي کرکټر را ننه ایستل غواړو؛  باید مخکې له مخکې ورته زمینه برابره کړو؛ مثلا که غواړو چې د ناول یو کرکټر مو څارنوال وي،نو باید اول یوڅوک جرم وکړي،پولیس یې ونیسي او څارنوالۍ ته یې حواله کړي، په دې سره به د ځارنوال د کرکټر ګډون ته منطقي لاره برابره شي. دا سې هم کولای شو چې ناول د څارنوال له کیسې پیل کړو. په کیمیاګر ناول کې تر ډېره دا اصل په پام کې نه دی نیول شوی، په وروستیو برخو کې لمر،صحرا او باد  د کرکټرونو په توګه په خبرو راځي، چې ګډون ته یې مخکې له مخکې  هېڅ زمینه سازي نه ده شوې.
د ښه کرکټر یوه بله ځانګړنه داده چې تر ډېره د لوستونکي په یاد پاتې شي، په دې سره له یوې خوا ناول خوندور کېږي، له بلې خوا لوستونکی د کرکټرونو په څارنه کې غلطي نه کوي، د دې لپاره چې کرکټر تر ډېره د لوستونکي په یاد پاتې شي؛ باید له نورو سره توپیر ولري، د توپیر د ایجاد لپاره  کولای شو کرکټر ته یوه نښه وټاکو؛ مثلا د نصیر احمد احمدي په کیسو کې د هلک پرمخ د کالدانې داغ، یا د سپین ږیري په نکریزو  سره ږیره اوس هم همغه کرکټرونه زموږ سترګو ته دروي. د کرکټر لپاره د مناسب نوم یا تکیه کلام  ټاکل بله لاره ده چې ورسره کرکټر تر ډېره د لوستونکی په یاد پاتې کېدای شي. څو کاله وړاندې ازادۍ راډیو د شمسو کیسې په نوم ډرامه خپروله، په ډرامه کې د ماما په نوم کرکټر تکیه کلام دا و چې له هرې خبرې سره به یې ویل «هسې خوشي چټي» د همدې تکیه  کلام له برکته اوس هم ماما د ډېرو خلکو په یاد دی. په کیمیاګر ناول کې د سانټیاګو او کیمیاګر دڅېرو د مشخصولو لپاره له نومونو پرته نورې ځانګړې نښې نشته، ښايي کرکټرونه یې هم تزډېره د لوستونکو په ذهن کې پاتې نه شي.
    د ناول پیل، منځ او پای ټول مهم دي. لیکوال ته بویه چې د منځنۍ برخې پیل ته دومره پام وکړي؛ لکه د ټول ناول پیل ته یې چې کوي. هغه ناول لیکونکی بریالی نه دی، چې یوې برخې ته تر بلې هغې ډېره یا لږه پاملرنه کوي. د ناول په منځ کې باید کرکټر نوي چاپېریال ته ننوزي، له نویو ستونزو سره لاس وګرېوان شي، خو مبارزه وکړي، ترڅو چې کیسه د اوج نقطې ته ورسېږي. سانټیاګو له همداسې برخلیک سره مخ کېږي، د خزانې موندلو په نیت له هسپانیې نه مصر ته روانېږي، په نیمايي لاره کې یې ملګری ورسره خیانت کوي، پیسې ترې وړي. وروسته په اوږده او وېروونکې دښته کې په شپو،شپو مزل کوي،له قبایلي جګرو نه تېرېږي. دا ټول هغه څه دي چې د ناول منځ ته یې خوند وربښلی.
    ډیالوګ د کرکټرونو خبرو ته وایي. کرکټرونه له ځانه سره هم خبرې کولای شي، له نورو سره هم. له ډیالوګ پرته هم کیسه لیکل کېدای شي؛ خو دومره به خوندوره او  حقیقت ته نژدې نه وي. خوندور ډیالوګ هغه دی چې لنډ وي، ځکه عام خلک اوږدې خبرې نه کوي. لنډې مکالمې کیسه ژوندۍ کوي. د کیمیاګر ناول ډېرې مکالمې اوږدې دي،داسې مکالمې ډېرې لږ پکې وینو چې تر دوو کرښو لنډې وي. د مکالمو دې اوږدوالي د ناول خوند پیکه کړی.
د ډیالوګونو په برخه کې بله د پام وړ خبره داده، چې د هر کرکټر خبرې باید د هغه له عمر او سویې سره سمې وي.
سانټیاګو له یوې کلیوالې ښځې نه د کیماګر د ځای په اړه پوښتنه کوي، ورته وايي:
سلام اغلې! زه د بڼ هغه ځای ته تلل غواړم،چېرته چې کیمیاګر اوسيږي.
ده په ماشومتوب کې  ښوونځي پرېښئ، ورځې په دښتو او غرونو کې د مېږو په څر تېروي، دشپې هم له  مېږو سره وي. کېدای شي په هسپانیه کې د یوه شپانه لپاره دا ډول خبرې عیب نه وي، خو زموږ په ټولنه کې  له  شپانه څخه د داډول خبرو تمه نه کېږي.
له پورتنۍ جملې نه د ناول د ژباړې کیفیت هم مالومولای شو، چې له انګلیسي نه کټ مټ ژباړل شوې، زما په نظر سمه ژباړه یې داسې کېده: سلام اغلې! کیمیاګر د پڼ په کومه برخه کې اوسي؟ غواړم چې یوځل ورشم. په ناول کې د ړندې ژباړې لسګونه نورې بېلګې هم شته، چې هم يې ژبه خرابه کړې او هم یې د ناول خوند و رنګ ته زیان رسولی.
    پای د ناول هغه برخه ده چې د اتل په مخکې راپورته شوې لانجه پکې حل شي. لوستونکی د خپلې خوښې د کرکټر له بریالیتوبه خوند واخلي او د رضایت له احساس سره ناول پای ته ورسوي.
د کیمیاګر ناول پای همدا ډول دی، سانټیاګو د سختیو ترګاللو وروسته خزانه مومي. هم پخپله د خوښۍ احساس کوي،هم لوستونکي خوشاله کېږي. خزانه د کوم پخواني بري پر وخت لوټ شوی مال دی،چې د هغه ځای له خلکو هېر شوی او بریالي جنرال هم خپلو زامنو ته نه دی ښودلی.