
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ایران لاریونونه په دقت سره څاري او په دغه هېواد کې یې له خپلو وګړو غوښتي، چې له لاریونونو لرې اوسي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د جرمني دولت په ایران کې روان حالات په دقت سره څاري او سوله ییز لاریونونه یې د هر چا حق بللی دی.
جرمني له حسن روحاني څخه غوښتي، چې ایراني وګړو ته خپل حقوق ورکړي او پر وړاندې یې له تاوتریخوالي څخه کار وا نه خیستل شي. په خبر پاڼه کې دغه راز له دواړو خواو غوښتل شوي، چې خپلې غوښتنې په سوله ییز ډول او د خبرو له لارې مطرح کړي.
جرمني په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې هر ګام په احتیاط سره کېږدي له سیاسي جریانونو او لاریونونو لرې اوسي.