
د لیورپول په یوه پارکېنګ کې له۱۶۰۰څخه زیات ګړندي موټر سوځېدلي دي.
دغه پېښه د آسونو د سپرلۍ میدان په یوه پارکېنګ کې را منځته شوې ده. د اسونو دغه نړیوال نندارتون هر کال د انګلستان په لوېدیځ لیورپول ښار کې جوړېږي، خو د دغه اور لګېدنې له کبله اوس د دغه نندارتون چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
پولیس وایي په دغه پېښه کې هېچاته هم ځاني زیان نه دی اوښتی. دوی وایي، چې دغه ناوړه پېښه یو غیر عمدي عمل دی او په یوه ولاړ موټر کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي، چې په پارکېنګ کې ولاړ ټول موټرونه له منځه تللي او څښتنان یې کولی شي د بیمې له اړوندو شرکتونو سره په اړیکه کې شي.
د زیات لوګي له کبله د نندارتون ټولې برخې تړل شوې دي.