
د سعودي لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ د دغه هېواد پر ټولو خطیبانو غږ کړی، چې د جمعې په ورځ په خپلو خطبو کې د سیاست اړوند خبرې ونه کړي. ده ویلي، چې د خطبو پر مهال سیاسي خبرې او د سعودي پر حکومت نیوکه په دین او شرع کې ځای نه لري.
د سعودي د عکاظ ورځپاڼې د راپور له مخې شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ پرون د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له ټولو خطیبانو غوښتي، چې د خبرو پر مهال له تندو خبرو، سیاست او د سعودي پر حکومت له نیوکې لاس واخلي.
ده ویلي د جمعې لمونځ، خطبه، او وعظ د دې لپاره دي، چې خلک د خدای پیروۍ، لمانځه او صله رحمۍ ته را وبلل شي او د یو بل حقونه وپېژني. شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې درې ورځې مخکې یې له محمد بن سلمان او ځینې نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي و او پر ځینو مسلو یې خبرې کړې وې.