نواز شریف محکمې ته د پرويز مشرف د حاضریدو غوښتنه کړې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، که مشرف رېښتیا هم یو زړور کس وي، نو باید محکمې ته حاضر شي او له خپله ځانه ننګه وکړي.
نواز شریف د جمعې له لمانځه وروسته د مسلم لیګ د ګوند غړو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د پاکستان پخوانی دیکتاتور یو ډارن کس دی، ناروغي یې بهانه کړې ده او په بهر کې اوسېږي. ده ویلي «که پرویز مشرف ریښتیا زړور کس وي، پاکستان ته دې راشي او له قانون سره دې مخ شي.»
 نوموړي پر قضائیې قوې هم غږ کړی، هغه کسان چې د قانون پر ملغی کولو تورن دي باید محکمې ته را کش کړای شي.
نواز شریف د مسلم لیګ پر غړو ټینګار کړی، چې سره یو شي او راتلونکو ټاکنو ته تیاری ولري.