
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په نوموړي هیواد کې د روانو لاریونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
نوموړي وویل چې مظاهرې د خلکو حق دی خو باید له تاوتریخوالي سره مل نه وي، ده څرګنده کړه چې خلک د خپل انتقاد په بیان کې کاملا ازاد دي خو د انتقاد بڼه باید داسې وي چې د هیواد د شرایطو ښه کیدو سبب وګرځي.
په ایران کې د تېرې چارشنبې په ورځ د بیو لوړیدو په اړه لاریونونه پیل شول چې د ایران چارواکو یې د بندیدو په موخه خبرداری ورکړی او تر اوسه ۲۰۰ تنه نیول شوي دي.
همدارنګه ټولنیزې شبکې بندې شوي او په ځینو ځایونو کې انټرنټي خدمات هم بند دي.
ټرمپ د ایران په دې کړنو نیوکې کړي دي او ایران یې د ترهګرۍ لومړۍ درجه ملاتړی هیواد بللی دی.
امریکا چې د هر هیواد په چارو کې دخالت کوي ولسمشر یې ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر دا هم لیکلي دي چې دې د ترهګرو ملاتړي هیواد انټرنټ بند کړی دی. دوی له لاریون کوونکو ملاتړ کړی دی.