روسیه کې د بم ایښودونکی کس پر ترهګرۍ تورن شوی دی

د روسیې تحقیقاتي کمیټې ویلي دي چې د سن پترزبورګ ښار په یوه لوی مارکیټ کې د بم ایښودونکی کس یې پر ترهګرۍ تورن کړی دی.
یادې کمیټې په پرونۍ خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې دیمتري لوکیانینکو د چارشنبې ورځې په برید کې تورن په لوی لاس په کور کې بم جوړ کړی او بیا یې په برید کې کارولی دی چې له امله یې ۱۳ کسه ټپيان شوي وو. دوی ویلي دي چې نوموړی له ‍۱۹ کلنۍ د رواني ډاکټرانو تر څیړنې لاندې و.
داعش د نوموړي برید مسوولیت منلی دی خو کوم وړ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.