د یوې دقیقې مدیر

دا کتاب د هغه ځوان کیسه کوي چې د مدیریت د بنسټونو د زده کړې لپاره د مدیرانو د دفترونو دروازه ټکوي او د هغوی سره مرکه ترسره کوي خو په پای کې د یوه بریالي مدیر په اړه معلومات پیداکوي، ورځي، د هغه او د ادارې د کارکوونکیو سره یې ګوري چې هغه دې پایلې ته رسوي چې د یوې دقیقې مدیریت د مدیریت د بریالیتوب د رازونو څخه دی.  دا کتاب د ډاکټر کانت بلانچارد او سپنسر جانسن له خوا لیکل شوی او د پښتو په ګډون ۳۸  ژبو ته ژباړل شوی دی. میراحمد یاد په روانه او اسانه پښتو  را ژباړلی دی او په ۱۳۹۵ کال کې د مومند خپرندویه ټولنې له خوا خپور شویدی.
 
دا کتاب په شپږو برخو کې لیکل شویدی چې لومړۍ درې برخې یې د یوې دقیقې مدیریت پر بنسټونو یعنې د یوې دقیقې د موخو پر ټاکلو، د یوې دقیقې پر هڅونې او یوې دقیقې پر رټنې راڅرخي او وروستۍ درې برخې یې د همدې بنسټونو په ګټو څرخیږي او د بیلګو نه یې یادونه شوې ده.  د دې لپاره چې دا د مدیریت د بڼې او بنسټونو په اړه یو بې بیلګې کتاب دی نو د یو څه ډیرولو او کمولو سره یې نچوړ د تاسې په مخ کې ږدم.
 
۱ – د یوې دقیقې موخې
د دې لپاره چې کارکوونکیو ته مو موخه او ورته د تاسې غوښتنې معلومې وي نو ورسره موخې وټاکئ او د دې لپاره چې تل یې په یاد وي باید یواځې مهمې موخې د کاغذ پر مخ ولیکل شي او ورځنی ارزونه یې وشي نو:
 
 
·        د کارکوونکیو سره مو موخې و ټاکئ او پر هغو توافق تر لاسه کړئ
·        موخو ته درسیدلو لپاره مو سمه یا مناسبه کړنه په دقیق ډول مشخصه کړئ
·        ټولې موخې د کاغذ په یوه پاڼه کې له ۲۵۰ نه لږو کلمو کې ولیکئ
·        هره موخه مو بیا بیا ولولئ او دا لوست یې باید تر یوې دقیقې ډیر وخت ونه نیسي
·        هره ورځ یوه دقیقه وخت د خپلو کړنو ارزونې ته ورکړئ او
·        وګورئ چې کړنې مو له موخو سره سرخوري او که نه
 
 
۲ – د یوې دقیقې هڅونه
د دې لپاره چې کارکوونکي مو ټاکلې موخې په لاس راوړي نو د تاسې له خوا یې څارنه،هغوی ته فيډبک او روحیه ورکول هغوی ته د کار سرته رسول ورزده کوي، د کار د ترسره کولو انګیزه ورسره پیدا کیږي او د هغوی هڅونه راتلونکې کلنۍ اروزنې ته نه پاتې کیږي.  سربیره پردې کارکوونکیو ته مو د تاسې له خوا کار ته اهمیت ورکول څرګندیږي. نو لاندې کارونه ترسره کړئ:
 
 
·           خپلو کارکونکو ته ووايئ چې د کار په اړه یې نظر په څرګند ډول ورته وایئ
·           خپل کارکوونکي و هڅوئ
·           کارکوونکو ته په دقیق او څرګند ډول ووایئ چې کوم کارونه یې سم تر سره کړیدي
·           کارکوونکي مو چې کار سم تر سره کوي، په پوره خلوص ورته ووایئ چې له کاره یې څومره خوښ او راضي یاست او دده کړی کار سازمان ته څومره ګټه رسوي
·           یوه شیبه غلي شئ چې ستاسو ښه احساس هغه ته انتقال شي
·           هغوی همداسې ښه کار تر سره کولو لپاره راوبولئ
·           له لاسه یې ونیسئ او یا یې په اوږه وټپوئ چې احساس کړي تاسو یې بریا غواړئ (خو مخالف جنس او کلتوري توپیرونو ته مو پام وي)
 
 
۳ – د یوې دقیقې رټنه
څرنګه چې د مدیرانو یوه دنده د کارکوونکو څارنه او په سم لوري د هغو لارښوونه ده نو د دې لپاره دا اړینه ده چې هغوی ته د کارونو د ښو سر ته رسولو په وخت د هڅونې تر څنګ د ناسمو کارونو او یا کار سم نه تر سره کولو پر وخت په هغو نیوکه وشي او تر کلنۍ ارزونې دا فيډبک ونه ځنډول شي، چې دا وخت کارکوونکيو سره د نیوکې منلو زغم ډیر وي ، په نیوکه پوهیږي او کار ژر سموي او د چټک سمون لامل ګرځي او دې سره به د دې نه هم مخنیوی وشي چې مدیران دا ټولې نیوکې په زړه کې وساتي او بیا دې د کلنۍ ارزونې په ورځ په کارکوونکیو زړه تش کړي. نو لاندې کارونه بیاد په دې موخه تر سره کړو:
 
 
·        خپلو کارکوونکو ته له مخکې ووايئ چې د هغه د کار په اړه خپل نظر په څرګندو ټکو بیانوئ
·        خپلو کارکوونکیو باندې نیوکه وکړئ او ویې ګواښئ
·        کارکوونکو ته په څرګند ډول ووایئ چې څه تیروتنه یې کړیده
·        څو شیبې معناداره چوپتیا غوره کړئ چې احساس مو هغوی ته انتقال شي
·        کارکوونکي ته لاس ورکړئ یا یې په اوږه لاس کیږدئ، په اړه یې فکر وکړئ او (خو مخالف جنس او کلتوري توپیرونو ته مو پام وي)
·        احساس ورکړئ او ور ته ښکاره ووایئ چې څومره ارزښت درته لري
·        پدې خبره ټینګار وکړئ چې هغوی ښه دي خو د کار دا بڼه یې ستونزه لري
·        پام مو وي د یوې دقیقې رټنه چې ختمه شي خبره همدلته پای ته رسیږي او نور دوام مه ورکوئ
 
 
په پایله کې ویلی شو چې خپل مدیرییت کې د بریالیتوب لپاره هر مدیر ته دا اړینه ده چې د مدیریت د نورو رازونو تر څنګ د یوې دقیقې مدیر په رازونو ځان خبر او نه دا چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ترې کار واخلي بلکې نورو مدیرانو او خپلو کارکوونکو ته یې هم ورزده کړي. او ځان او کارکوونکو سره موخې و ټاکي، و یې هڅوي او هغوی باندې نیوکه وکړي چې دا هر یو یې باید یوه دقیقه وخت ونیسي یعنې پسې ونه غځیږي. 
د ژبې د لا بډاینې په هیله مو !