چاودیدونکي توکي/ دوهمه برخه

ترای نایترو تالوین
ترای نایترو تالوین (TNT) ژیړ رنګ لرونکي بې بویه او سخت توکي دي چې معمولا په چاپيریال کې نه پیدا کیږي، کله کله په کيمیاوې تعاملاتو کې د عنصر پر ځای کاریږي خو عموما د چاودیدونکي توکي پنوم پيژندل کیږي او د سانتي ګرید په ۸۱درجو کې ويلي کیږي.
د ټکر له امله چاودنې ګواښ يې لږ دی، لوند چاپیریال يې پر وړاندې خنډ نشي ګرځیدلی او عموما د چاودنو لپاره د نورو چاودیدونکو توکو سره ګډ کاریږي. د وسلو په ګولیو، بمونو، لاسي بمونو، تجارتي او د اوبو لاندې چاودنو کې کاریږي. په دریو مرحلو کې جوړیږي یعنې لومړی مونو، بیا دای او بیا هم ترای نایترو تالوین جوړیږي او ثابتوالي لپاره دسلفیټیشن عملیه پرې اجرا کيږي. او هغه اوبه چې په دې پړاو کې مینځ ته راځي د سرو اوبو پنوم یاديږي چې د چاپیریال د ککړونکو توکو څخه ګڼل کیږي.
په ۱۸۶۳  زیږديزکې د لومړي ځل لپاره د جرمني کيمیا پوه ویلبرانډ له خوا جوړ شو  او په  ۱۹۰۲کې د جرمنیانو له خوا د لومړي ځل لپاره د وسلو په ګوليو کې وکارول او په ۱۹۰۷کې برتانویانو د لایډيټ پر ځای تالوين کارول پیل کړل خو امریکایانو د نورو نه یو څه وروسته دا کار عملي کړ  خو اوس د دوی له خوا او تعمیراتي کمپنیو له خوا ډیر کاریږي. او په شلمه پيړۍ کې د نظامي موخو لپاره  د امونیم نایتریت سره یې یو ګډ مخلوط چې د اماټول پنوم یاديږي ډیر کاریدونکي توکي ول.
د ډاینامیت په څېر ډیر چاودیدونکي توکي دي خو په دې توپیر چې ډایناميټ د نایترو ګلیسرين ثابت ډول دی او ترای نایتروتالوین يې بیا کیمیاوي ډول دی او انرژي يې د یو ژول په اندازه د ډایناميټ نه ډیره ده (يعنې ۵ژول په کیلوګرام).
کله چې چاپیریال ته د فابریکو، او یا چاودنو له لارې ننوځي نو اوبو او خاورو ته ننوځي چې د خاورو له لارې بیا د ځمکې لاندې اوبو ته ننوځي او د اوبو په سر د لمر د ړانګو سره په مخامخ کیدو په نورو توکو ټوټه ټوټه کيږيي خو مایکرواورګانیزمونه او ترسب يې په ورو ورو په نورو مرکبونو ټوټه کوي. او یوه کمه اندازه په کبانو او بوټو کې ذخیره کیږي. نظامي ځایونو ته نږدي ځایونو محصولاتو کارونه او کارخونې یې غني سرچينه کیدلی شي او په خاورو کې تر ۱۳۰۰۰پي پي ايم پورې موجوده وي. چې د بریښنايي کیمیاوي سینسرونو، چاودیدونکي پیژندوکو سپيو او نوبل فلزاتو کوانټوم کلسټر له خوا پیژندل کیدلی شي.
د انسان بدن ته د خولې، تفس او پوستکي له لارې ننوځي خو د پوستکي له لارې يې بدن ته ننوتل ډیر ورو وي.  د ککړو اوبو د څښاک ، دکبانو، سبزیجاتو او میوه جاتو او د ماشومانو له خوا د ککړې خاورې د خوړلو له لارې بدن ته ننوځي چې  بیا د وینې له لارې ټولو غړو ته رسیږي او په وینه کې ګرځي تر څو پښتورګو ته ورسیږي او له هغه ځایه د ادرار سره د بدن نه ووځي .  په حیواناتو کې د څیړنو نه دا څرګنده شوې چې ټول ترای نایترو تالوین بدن کې ټوټه ټوټه کږي او په ۲۴ساعتونو کې د بدن څخه وځي.
د چاودیدونکو توکو د کنترول لپاره قوانين
د وسلو او مهماتو د کنترولولو لپاره په نړیواله کچه د په ۱۹۴۵کې د ملګرو ملتونو په منشور کې د بې وسلې کولو یادونه شوې، په ۱۹۴۶کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ کمیسيون را مینځ ته کړ چې موخه یې د وسلو له مینځه وړل وو او د همدې کال په دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ  د وسولوالو ځواکونو  تنظیم ،  کمښت او بې وسلې کول  موخه وګرځول. په ۱۹۵۲زیږدیز کې عمومي اسامبلۍ د وسله والو ځواکونو د تنظیم، کمښت او توازن، د ټولو وسلو له مینځه وړلو او د اتومي انرژي د سوله ایزې کارونې د تړون جوړونې په موخه د بې وسلې کولو کمیسیون را مینځ ته کړ. او په ۱۹۵۹کې عمومي اسامبلۍ په نړیواله کچه  عمومي او بشپړې بې وسلې کول خپله  موخه و ټاکله.
په ۲۰۰۴ زیږدیز کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵۴۰ مه ګڼه پریکړه لیک صادر کړ چې د ټولو غړو نه د بیولو ژیکي، کيمیاوي او هستوي وسلو د کنترول غوښتنه کوي نادولتي ځواکونو ته د دې وسلو د لاسرسي په برخه کې د ملاتړ څخه ډډه وکړي او د راپور یوه کميټه یې را مينځ ته کړه چې په ۲۰۱۱ کې یې د دې کميټې مسولیت  تر ۲۰۲۱ وغځاوه. 
په ۲۰۱۴ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ  له خوا د وسلو د نړیوالې سوداګرۍ تنظيم لپاره تړون را مینځ ته شو او نافذ شوچې موخه یې د نړیوال او سیمه ایزامن را مینځ ته کیدل دي د دې تړون پر بنسټ د وسلو لیږل او ناوړه کارونه يې بند دي او ټول غړي يې باید مخنیوی وکړي.
د نړۍ ډیری هیوادونه د چاودیدونکو توکو  د بندیز او کنترول قوانین عملي کوي او د جوړولو، ویشلو ساتلو، کارولو، او لرلو لپاره د جواز موجودیت شرط دی. په ډیرو هیوادونو کې د چاودیدونکو توکو د کار او بار په اړه قوانین او مقرارت وضع شوي دي او د سرویلانس یعنې جدي څارنې لاندې دي .
افغانستان هم د ډیرو تړنونو غړی دی چې له هغې جملې یې د پرسونل ضد ماینونو بنديز، د بیولوژیکو او کيماوي وسلو کنوانسینونه، د هستوي وسلو د ازمایښت بندیز، د ځانګړو پيژندل شوو  وسلو د بندښت  کنوانسیون، د هستوي وسلو نړیوال کنوانسیون،  د مهماتو بندیز، د چاپیريال د بدلون کنوانسیون د کیمیاوي ګواښوونکو توکو کنوانسیون، عضوي ککړوونکو توکو د کنوانسیون اونورو برخه ده . او په  ۲۰۱۰ زیږدیز کې د افغانستان  حکومت  د امونیم نایتریت سرو په  سوداګري بنديز ولګاوو.  د افغانستان د ژوند د چاپیریال  قانون  کې د وګړو د خوندیتوب په موخه هر ډول بیولوژیکي، کيمیاوي او هستوي او نورو ګواښوونکو توکو په تنظیم باندې حکومت مکلف ګڼل شوی اوسیدونکي يې مکلف ګرځولي چې  خوندي کړنې تر سره  او ګواښوونکو کړنو نه ډډه وکړي.
پای top
top
top