
غوښتل مې چې پر روغتیا د ترای نایتروتالوين او نورو چاودیدونکو توکو د اغیزې په اړه يو څه راټول او خپلو لوستونکو ته يې وړاندې کړم او د یو څو لیکنو لوست دیته اړ کړم چې لومړی باید د چاودیدونکو توکو د بیلابیلو ډولونو په اړه معلومات راټول او بیا يې پر روغتیا د اغیزې په اړه بحث وکړم .
پيژندنه
چاودیدونکي توکي هغه توکي دي چې د ډیرې بالقوې (پوتنشیل) انرژي لرونکي وي او ناڅاپي چاودنه چې د رڼا، ګرمي، غږ او فشار سره مله وي مينځ ته راوړي. عموما دا بالقوه انرژي په دریو ډولونو ذخیره کیږي:
۱ – کیمیاوي انرژي چې د کیمیاوي تعاملاتو له امله چاودنه را مینځ ته کوي لکه ترای نایتروتالوین
۲ - فشار لرونکې انرژي لکه ګازونه
۳ – هستوي انرژي : پلوتونیم او یورانیم بمونه
په ټولیزه توګه چاودیدونکي توکي په بیلابیلو ډولونو ډلبندي کیږي لکه د غږ ، فشار، حساسیت، چټکتیا، فیزیکي جوړښت ، د لیږد ډول او یا هم د جوړښت له نظره په بیلابیلو ډلو ویشل شویدي.
د چاوديدونکو توکو جوړول
له ډیره پخوا را هیسې اور غورځوونکې وسلې موجودې وې خو چینایانو په نهمه زیږدیزه پيړۍ کې تور پوډرنومي چاودیدونکي توکي د لومړي ځل لپاره جوړ (اختراع) او په جګړه کې وکارول شول چې تور لوګی به يې خپراوه خو د اوبو پر وړاندې حساس وو.
په ۱۸۴۷ زیږدیز کې نایتروګلیسرین را مینځ ته شول خو د مایعتوب او بې ثباتي له امله يې ځای نایترو سلولوز را ونيو، په ۱۸۶۳ کې ترای نایتروتالوين جوړ شول، په ۱۸۶۷ کې بې لوګیه پوډر او ډایناميټ جوړ شول او په ۱۸۶۵ کې ګلیګنایټ جوړ شول ، چې وروستني دوه يې یعنې ډایناميټ او ګلیګنایټ د سويډني الفريډ نوبل له خوا جوړ شوي دي. او ورپسې جرمنيانو په ۱۸۹۴ کې پینتااریتریتول تترانایتریت (PETN) او د امریکایانو له خوا په ۱۹۵۶ کې د سي څلور قوي چاودیدونکي توکي را مینځ ته شول. د سي څلور چې د څلورم ترکیب په معنی دی د نایترو امين، سایکلونایټ (RDX)، دای اوکتایل سیبیکيټ (DOS)، دای اوکتایل اډیپيټ (DOA)، پولي ایزو بیوټایلین (PIB)، د منرالو او موټورتيل يې په جوړښت کې کاریدلي دي.
د چاوديدونکو توکو کارول
عموما چاودیدونکي توکي د نظامي او غیرنظامي موخو لپاره کاریږي چې په غیر نظامي موخو کې یې د انجینرانو له خوا په کانونو او سړک جوړونه کې د خنډونو د له مینځه وړلو لپاره کاریږي اوپه نظامي برخه کې ترې بیا د جګړې په ډګر کې د کاریدونکو بیلابیلو وسلو جوړولو لپاره کاریږي.
په لومړنۍ نړیواله جګړه کې ترای نایترو تالوین (TNT ) وکارول شول، خو په دوهمه نړیواله جګړه کې بیا د سایکلونایټو او د چاودیدونکو توکو ډیرو نورو ډولونو نه هم کار واخیستل شولکه امونيم پیکريټ، ترای نایتروتالوین، پنتا اریتریتول تیترا نایتریت، المونیم پوډر، ۹۱ ډول چاودیدونکي توکي (ترای نایترو انیزول)، د اې، بي ایچ ۶ ترکیبي توکي او هستوي بمونه وکارول شول . د ویتنام په جګړه کې د سي څلور قوي چاودیدونکو توکو سربیره، کیمیاوې وسلې هم کارول شوې دي . او نن سبا چاودیدونکي توکي د امونیم نایتریت، ترای نایترو تالوين، پنتا ایریتريتول تيترا نایتریت ، سایکلونایټ او امونيم د پوډرو د یوځای کیدو نه جوړیږي او د نظامي موخو لپاره کاریږي.
نور بیا ...