ترکیې له روسیې د ایس ۴۰۰ میزایلو ضد سیستم پېرودلی

د ترکیې دفاعي چارواکو ویلي دي چې نوموړي هیواد له روسیې څخه د ایس۴۰۰ میزایلو ضد سیستم پیرودلو معامله لاسلیک کړې ده.
د چارواکو په وینا چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درو میاشتو کې به د دې سیستم لومړۍ دستګاه ترکیې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده پخوا هم ترکیې له روسیې څخه د میزایلو ضد سیستم پيرودلو قرارداد لاسلیک کړی و.