په قاهره کې پر یوه کلیسا د برید په ترڅ کې لس تنه وژل شوي دي

د مصر دولت وایي چې د یاد هیواد پلازمېنې جنوب حلوان سیمه کې پر یوه کلیسا وسله وال برید وشو چې له امله یې د یوه برید کوونکي په ګډون لس تنه ووژل شول او ۵ تنه پولیس ټپيان شول.
برید کوونکو غوښتل چې کلیسا ته ننوځي خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخنیوی وشو.
د دې په ترڅ کې د مصر دولتي تلویزیون د یوه تن هغه برید کوونکي د نیولو خبر هم خپور کړ چې د پېښې له سیمې تښتیدلی و.