
د پاکستان دولت ویلي دي چې د ښه نیت په خاطر یې ۱۴۵ تنه هندي کب نیوونکي خوشي کړي.
نوموړي کب نیوونکي چې یو کال پخوا په دې تور نیول شوي وو چې په غیر قانوني ډول پاکستان ته اوښتي وو په لاهور کې د پولې پر سر هندي لوري ته وسپارل شول.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د نیول شوو کب نیوونکو تبادله تر سره شوه.