امريکا په ایران کې د لاریونونو ملاتړ کړی دی

د امریکا متحدو ایالتونو په ایران کې د هغو لاریون کوونکو نیول په کلکه غندلي چې په ایران کې د دولت له خوا نیول شوي دي.
نوموړو کسانو د بیو زیاتیدو پر وړاندې او په ایران کې د سیاسي ازادیو غوښتنه کوله.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په خپرولو سره د دوی ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې دوی غواړي په سوله ییز ډول د نظام بدلیدو ته لار هواره کړي.
د امریکا او ایران ترمینځ د اټومي فعالیتونو پر سر کړکیچ دوام لري.