ځان (غزل)

غزل
لګیا یمه، خواري کړم جوړومه ځان
زه مــي له هر خـوا را ټولـومه ځان

ربه ستا په وړاندي په تـور واوښتم
ربه ستا په وړاندې سپیــنَـومه ځان

څــه په ګــډو وډو بانـــدې سـر یــمه
خـپـله له خپل ځـانه ورکـه ومه ځان

مرګه نـو بـه ولــې له تـــا وډار شم؟
مرګه چې په لاس کې درکومه ځان

لوبه د تقـــدیره ښه ده، پــیل کـړه
لوبه کــې به دا ځـــلي ګَــټَــمه ځان

ګوله ( فیضاني ) یم، در په منـډه یم
ګوله سترګې پرانیزه، در وړمه ځان
2017/ 29/12
8:00 PM
کاري دفتر، سلیم کاروان، کابل.
*ګول (هدف)