محبت (غزل)

مـشـرفـه دي د حــــــورو په دیـــدار شي
هر ښایست دي محبت باندي سینګار شي
زمــــانه خو چا له ښـــپو نیــولې نه ده
جهانونه دي هم ټول له میـني ځار شي
نو ګیــله به مي له زړه څنــګه را ووځي؟
چي بس یو ملا زما غوندي سنګسار شي
د دې ښــــار بــه اوس پــه کومو سخـــتو ژاړو؟
د دې ښار چي څوک هوښیار شي، ګنهکار شي
عشقه، ته چي پـــکې نــه یـــې زنـــدګي وي
عشقه، ته چي پکې راشې، وخت ښامار شي
یـــادګارو سره که پـاتي "فیضاني" شي
دا سـکون به نو بیا کله د ژوند یار شي؟
 
10:21 PM
11/13/2017
کاري دفتر، کابل.