
غزل
د اوسپني نينې چیچم او عشق کوم
زه د اور چړې چیچم او عشق کوم
ګوره اوس قِسمته تماشې ته چي ــ
څنـــګه زمانې چیچم او عشق کوم؟
تاسره نو غره د سر جنګ څه دی؟
تــا لکه دانـــې چیچم او عشق کوم
خیردی که په میـــنه کې پاســـته نشته
خیردی که شیشې چیچم او عشق کوم
زه هم "فیضاني" یم څه عادي نه ده
عــــقل په نـښې چیچم او عشق کوم
11/10/2017
12:05 AM
کاري دفتر، کابل