د ایران د مشهد او نیشاپور په لاریونونو کې د مرګ پر خامنه ای شعارونه ورکول کیدل

د ایران خلکو په مشهد او نيشاپور کې د ایران دولت ضد لاریون تر سره کړي دي.
خلکو د بې وزلۍ او بیکارۍ له امله لارو او کوڅو ته راوتلي او د لاریون پر مهال د «مرګ پر خامنه ای او مرګ پر روحاني» شعارونه ورکول.
د العربیه خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، خلکو همدا راز له ځان سره هغه شعارونه پر پلاکادونو لیکلي وو، چې ایران دې په سیمه کې مداخله نه کوي.
خلک د ایران د دوهم لوی ښار مشهد په مرکز کې د «شهدا» په میدان کې راغونډ شوي وو او لاریون ته يې دوام ورکړ.
ويډيو په دې لینک کتلی شئ:
https://www.youtube.com/watch?time_continue=34&v=nuqOaJmhJls