ټرمپ پر چین نیوکه کړې ده چې اجازه ورکوي شمالي کوریا ته تیل صادر کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بیجنګ نیوکه کړې ده چې اجازه ورکوي شمالي کوریا ته تیل ولیږدول شي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د چین دا کار به د شمالي کوریا ستونزې ته د حل دوستانه لار له خنډ سره مخ کړي.
ټرمپ وروسته له هغې ورته څرګندونې کړي دي چې پرون د جنوبي کوریا حکومت راپور ورکړ چې چین د نړیوال تړون خلاف شمالي کوریا ته تیل لیږدوي خو چین نوموړی راپور په کلکه رد کړ.
د شمالي کوریا اټومي هڅو له امله په دې وروستیو کې د نوموړي هیواد منزوي کولو لپاره پرې نړیوال سخت فشارونه واردیږي.