په سعودي کې به اپل او امازون شرکتونه پانګونه وکړي

اپل او امازون شرکتونو د سعودي له حکومت سره خبرې پیل کړې دي، تر څو وکولی شي په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه شرکتونه په دې لټه کې دي، چې په سعودي عربستان کې په لوړه کچه د کار کولو جوازونه تر لاسه کړي، نو په همدې اړه یې د سعودي له حکومت سره خبرې پیل کړې دي. که څه هم چې اپل او امازون شرکتونه اوس هم په سعودي کې په ډېره لوړه کچه خپل تولیدات د نورو شرکتونو پر مټ پلوري، خو غواړي په مستقیم ډول په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
ریاض غواړي له دې وروسته یې اقتصاد یوزاې پر نفتي توکي نه وي متکي، بلکې په دې لټه کې دی، چې بهرني شرکتونه را جلب کړي، تر څو په دغه هېواد کې پانګونه وکړي. محمد بن سلمان هم په دې هڅه کې دی، چې اپل  او امازون دې په سعودي کې پانګونه پیل کړي.
 پر دې سربېره دغه شرکتونه غواړي، چې په لوړ اقتصاد لرونکو هېوادونو کې پانګونې وکړي. په سعودي عربستان کې د ګرځنده ټلېفونونو او انټرنېټ د کاروونکو شمېره لوړه ده. ۷۰ سلنه هغه خلک چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو ټیټ دي ټولنیزې رسنۍ او شبکې کاروي. له سامسونګ وروسته ډېری سعودي وګړي د اپل کمپنۍ تولیدي توکي کاروي.
 سعودي وایي له اپل او امازون شرکتونو سره یې خبرې ورستۍ مرحلې ته رسېدلي دي او ډېر ژر به ورته په دغه هېواد کې د کار کولو جوازونه ورکړل شي.