یوازې ستا لپاره

له زړه مي ټولې کرکې وایستلې
اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده
اوس له کارېز نه بغدادي کوترې نه کټوم
او بس تمامه ورځ لګیا یم
په دامونو کي مرۍ پېيمه
سپینو کوترو ته پايزېب جوړوم
اوس د بې موره وري له اوښکو نه
شراب جوړوم
او په سخت زړو یې ارزانه پلورم
چې یې له زړونو کینې کډه وکړي
له زړه مې ټولې کرې وایستلې
اوس مساپر په کاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شکوم
له لارو نه اغزي ټولوم
په لاره تلونکي ماشوم ښکل کړم
دسپین ږیري بوډا لاس ونیسم
له زړه مي ټولې کرکې وایستلې
اوس له دښمن نه کسات نه اخلمه
اوس دغومبسو کور په خټه باندي نه پټوم
په مار د کاڼې ګوزار وکړم
خو خطا یې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم
هغه هم هسي درحمان* دیارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور یم
ټوله شپه په تلاوت تېروم
او دقرآن زرینو پاڼو کې
یو نوم لټوم
له زړه مې ټولې کرکې وایستلې
اوس مي ټوپک پر اوږه نسته
او له میل نه یې شپېلۍ جوړه ده
په کې دمیني ترانې غږوم
داټول دا ستا لپاره
ځکه دوی وایي
په جنت کي حورې ستا غوندې دي!!!
 ــــــــــــــــــــــــــــ
· زموږ په سیمه (زرمت) کي خلک په دې باور دي، چې که څوک مار وویني، باید حتمادکاڼي ګوزار پرې وکړي، کنه رحمان بابا خپه کیږی دوی وایي چې رحمان بابا په دې اړه فرمايلي دي:
چې څوک وویني مار
او پرې ونه کړي ګوزار
هغه نه دی زما يار