له ټرمپ نه په امریکا کې هم ډير خلک کرکه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د یوې نظر پوښتنې په لړ کې د امریکا هغه ولسمشر ښودل شوی، چې د ډېری امریکایانو ترې ښه نه راځي او په شتون یې خوښ نه دي.
 د نوې نظر پوښتنې له مخې له ټرمپ سره ډېرو کمو کسانو مینه ښودلې، برعکس پخوانی ولسمشر بارک اوباما او هیلري کلنټن یې ستایلي دي او هغه کسان ښودل شوي، چې د خلکو په زړونو کې یې ځای نیولی دی.
 د سي ان ان د راپور له مخي له دې وړاندې د ګالوپ موسسې لخوا تر سره شوې نظر پوښتنه هم دا ثابته کړې وه، چې بارک اوباما او هیلري کلنټن په امریکا کې خلکو ته محبوب چارواکي دي.
 په نوې نظر پوښتنه کې ۱۷ سلنه خلکو د اوباما ستاینه کړې ده دغه شمېره تېر کال ۲۲ سلنه وه، خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه ۱۴سلنه خلکو مثبت نظر ورکړی او دویم ځای یې خپل کړی دی.