
په بوسني کې یوه ښځه له دې کبله چې د بالکان په جګړه کې پر جنګي جرمونو تورنه ده باید ۱۵ کاله بند تېر کړي.
آزرا باشیچ چې (د مرګ او ژوند) د ښځې په نوم مشهوره ده، د قتل، ربړونې او له ښاریانو سره د غیر انساني چلند په تور نیول شوې ده، د محکمې لخوا اوس پر ۱۵ کاله بند محکومه شوې ده.
نوموړې د کروات او کرواسي په پوځ کې فعالیت درلود. محکمې ویلي، چې باشیچ د درونټا په ښار کې د جوراس په نوم یو کس د چاقو په وسیله وژلی دی. نوموړې پر دې هم تورنه ده، چې له بندیانو یې جامې ایستلې او دې ته یې اړ کول، چې پر شیشو لوڅې پښې وګرځي.
دا په بوسني کې تر ټولو درنه جزا ده چې د یوې ښځې لپاره یې محکمه اوروي. باشیچ ۵۸ کاله عمر لري او ۲۰ کاله یې د امریکا په کنتاکي ایالت کې ژوند کړی دی، چې تېر کال په محکمه کې د ځواب ویلو لپاره را ولېږل شوه. د بالکان په جګړه کې لږ تر لږه سل زره کسان ووژل شول.