
د چین د اقتصادي معلوماتو ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي، چې دغه هېواد په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د آزادې سوداګرۍ په برخه کې ۱۶هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
دغه راز چین غواړي په پاتې دوو ورځو کې دغه شمېره ۲۴هوکړه لیکونه ته لوړه کړي ځکه لومړني کارونه یې له مخکې تر سره شوي دي.
ویل کېږي، چین به په راتلونکي مېلادي کال کې د پام وړ پرمختګ وکړي او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره به د آزادې سوداګرۍ په برخه کې ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
دغه راز د لندن د سوداګرۍ او بازار موندنې څېړنیز مرکز وړاندوینه کړه، چې چین به په ۲۰۳۲ کال کې امریکا شاته پرېږدي او د نړۍ لومړنی اقتصادي قدرت به وي. دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې هند به هم له برېتانیا او فرانسې مخکې شي او د نړۍ د درېیم اقتصادي قدرت لقب به خپل کړي.