
د روسيې امنيتي چارواکو اعلان کړی، چې د سان پيترزبورګ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د چاودنې له کبله ۴ تنه ټپيان شوي دي.
پلټنو څرګنده کړې، چې د ۲۰۰ ګرامو په اندازه یو بم، د پېرېدونکو د شیانو د ساتنې په ځای کې اېښودل شوی و، چې پېښه يې رامنځته کړې.
دغه پېښه چې د ښار په شمال لوېدیځه برخه د کالینینسکي په سیمه کې رامنځته شوې، تر اوسه يې کومې ډلې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی. سیمه یيزې سرچينې بیا د دې پېښې د ټپيانو شمېر ۹ تنه ښودلی.
مخکې تر دې د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د امریکا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ سره په تيلفوني خبرو کې مننه کړې وه، چې د امریکا د څارګرې ادارې په همکاريو سره په سان پيترزبورګ ښار کې د يو لړ چاودنو مخنيوی وشو.
د روسيې د امنیت کميتې اعلان کړی، چې د چاودنو سره په تړاو کې ۷ تنه شکمن کسان، چې فکر کيږي د داعش غړي دي نيول شوي دي.
کريميلن اعلان کړی، چې دغو کسانو پتيلې وه، چې د کازان کلیسا او د سان پيترزبورګ د ګڼې ګونې په نورو ځایونو کې چاودنې تر سره کړي.