فیلیپین دا خبر ناسم بللی، چې  سفارت به بیت المقدس ته انتقال کړي

د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې خپل سفارت به بیت المقدس ته ونه لېږدوي او غوښتنه یې دا ده، چې فلسطین او اسرائیل باید په خپلو کې سره خبرې وکړي.
 آلن پیټر کایتانو هغه راپورنه هم رد کړل، چې ګواکي فیلیپین د هغه لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې غواړي خپل سفارتونه بیت المقدس ته ولېږدوي. نوموړي ویلي، چې اسرائیلو تر اوسه پورې په دې اړه ترې کومه غوښتنه هم نه ده کړې.
آلن پیټر کایتانو ویلي، دوی د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د مسلې د حل غوښتونکي دي او کولی شي په دې برخه کې د درېیمګړي رول هم ولوبوي.
له دې وړاندې ځینو اسرائیلي رسنیو اعلان کړی و، چې فیلیپين، رومانیا او جنوبي سوډان د هغه لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې غواړي خپل سفارتونه بیت المقدس ته ولېږدوي.