
د لندن د سوداګرۍ او بازار موندنې څېړنیز مرکز وړاندوینه کړه، چې چین به په ۲۰۳۲ کال کې امریکا شا ته پرېږدي او د نړۍ لومړنی اقتصادي قدرت به وي.
دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې هند به هم له برېتانیا او فرانسې مخکې شي او د نړۍ د درېیم اقتصادي قدرت لقب به خپل کړي.
دغه راز رویټرز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي، چې کېدای شي هند تر ۲۰۲۷ کال پورې له المان څخه مخکې او د نړۍ پر درېیم اقتصادي قدرت بدل شي.
د هغه نوملړ له مخې چې د لندن د سوداګرۍ او بازار موندنې څېړنیز مرکز خپور کړی په راتلونکو۱۵ کلونو کې به چین، امریکا، هند او جاپان د نړۍ ستر اقتصادي قوتونه وي. دغه راز ویل کېږي، چې تر ۲۰۳۲ کال پورې به جنوبي کوریا او اندونزیا د نړۍ د لسو غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو نوملړ ته داخل شي، چې د G7 غړي هېوادونه ایټالیا او کاناډا به تر فشار لاندې راولي. دغه مرکز ویلي، چې په راتلونکو ۱۴ کلونو کې به چین، هند او جاپان به د نړۍ د ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه وي.
شنونکی وایي، چې هند به نېږدې نیمه پېړۍ د اقتصادي پراختیا په حال کې وي او خپل ځای به وساتي. دا په داسې حال کې ده، چې د روان مېلادي کال په لومړیو کې یوې امریکایۍ مالي موسسې وړاندوېنه کړې وه، چې چین به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ پر اقتصاد واکمنۍ پیدا کړي.