
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، امریکا پر دې تورنه کړې ده، چې غواړې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په اړوند مسایلو کې مداخله وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د امریکا دغه ډول کړنې د روسیې په کورنیو چارو کې مستقیمه لاس وهنه بلل کېږي.
امریکا د روسیې پر هغه ګام نیوکه کړې، چې له مخې یې د پوتین منتقد (الکي ناوالني) ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوم لیکنې اجازه نه ده ورکړل شوې. ماریا زاخارووا ویلي، چې دا د روسیې خپلمنځي او کورنۍ چارې دي او امریکا باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېټې پرون (الکي ناوالني) ته له دې کبله د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې اجازه ورنه کړه، چې پخوا پر ځینو جرمونو محکوم شوی دی. امریکا دغه پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې پوتین غواړي ولسمشریزو ټاکنو ته نوي نوماندان تر خپل اغېز لاندې راولي.