جاپان: موږ به هېڅکله هم خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال نه کړو

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر له خپل اردني سیال سره په کتنه کې ویلي، چې توکیو به هېڅکله هم خپل سفارت بیت المقدس ته ونه لېږدوي او د قدس مسله باید د مخامخ خبرو له لارې حل شي.
د راپورونو له مخې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر پترا، تارو کونو له خپل اردني سیالي ښاغلي ایمن الصدفي سره د یوه ګډ کنفرانس پر مهال له اردون څخه له دې کبله مننه وکړه، چې د سوري کډوالو مرسته او مېزباني یې کړې ده.
 دواړو لوریو دغه راز د قدس په اړه د امریکا د وروستۍ پرېکړې پر سر هم خبرې کړې دي. پترا، تارو کونو ویلي، چې هېڅکله به هم خپل سفارت بیت المقدس ته ونه لېږدوي.
الصفدی هم د خبرو پر مهال د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې ملاتړی کړی، هغه یې اصولي بللې ده او هیله یې څرګنده کړې ده، چې غړي هېوادونه باید له دغه پرېکړې سرغړونه ونه کړي.
الصفدي په خپلو خبرو کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید فلسطین د یو ازاد هېواد او بیت المقدس ددغه هېواد د پلازمېنې په توګه وپېژني. د جاپان د بهرینو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې د هېواد لومړی وزیر یې (شینزو آبه) د خبرو له لارې د فلسطین د مسلې د حل غوښتونکی دی. جاپان له دې وړاندې هم  د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د مخامخ خبرو کولو وړاندیز کړی و.