روسیه وایي په ۲۰۱۸ ز کال کې به جبهه النصره له منځه ولاړه شي

 د روسیې د پوځ مشر وایي، چې راتلونکی کال به جبهه النصره ډله نابوده او له منځه ولاړه شي.
گراسیمف له (Komsomolskaya Pravda) ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د سوریې په ډېری برخو کې دغه ډله ځپل شوې او له منځه تللې ده، خو یوازې په شمال ادلب ښار کې یې لا هم ستر مرکز شتون لري. نوموړي ویلي، چې په سوریه کې ډېرې جنګي ډلې فعالې وې، چې ځینې یې اوس له منځه تللې دي او ځینو یې بیا اور بند منلی دی، خو جبهه النصره لا هم په ځینو سیمو کې مقاومت کوي، چې راتلونکی مېلادي کال به بخي له منځه ولاړه شي.
 گراسیمف ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې یې لږ تر لږه ۶۰ زره د جبهه النصره او داعش ډلې غړي وژلي دي، چې ۲۸۰۰ یې یوازې روسیان و. ده ویلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې په په سوریه کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر ۵۹ زره و، خو د دوو نورو کلونو په اوږدو کې یې ۱۰ زره نور کسان هم جذب کړي دي. نوموړي دغه خبره هم تایید کړې، چې له سوریې او عراق څخه ځینې داعشیان افغانستان ته تللي، ځکه دغه هېواد د دوی لپاره یو امن ځای دی.