
سعودي عربستان له نیول شویو ۲۰۰ شهزاده ګانو څخه، چې پر فساد تورن پېژندل شوي وو او زندان ته استول شوي وو، ۲۳ تنه نور یې هم خوشي کړي دي، خو د نویو آزاد شویو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.
په سعودي کې له فساد سره د مبارزې کمېټه وایي لږ تر لږه ۳۲۰ تنه محکمې ته پر فساد د تورنېدو له کبله ور پېژندل شوي، چې بانکي حسابونه یې هم بند شوي دي. د سعودي حکومت یوه سلاکار دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د ځینې نورو کسانو د خوشي کېدو پر سر هم خبرې روانې دي.
د سعودي حکومت موده وړاندې نېږدې ۲۰۰ لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور ونیول، چې د «ریټس کارلټون» په هوټل کې یې بندیان کړي دي. دغه هېواد له دې وړاندې هم ځینې کسان، چې ویل کېږی خپلې شتمنۍ به دولت ته وسپاري خوشي کړل، چې په دې ډله کې په لوړه کچه نفوذ لرونکی شهزاده متعب بن عبدالله هم شامل و. ویل کېږي نوموړی د یو میلیارد ډالرو په بدل کې خوشی شوی دی.