
د یمن څخه راغلي خبرونه وایي چې د عربي ایتلاف په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
د یمن یوې طبي سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې د تعز ښار اړوند حمیه سیمه کې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلااف بمبارۍ له امله ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
له بلې د یمن لویدیځ الحدیده سیمه کې هم د یاد ایتلاف په بمباریو کې ۱۶ تنه ملکیا وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یادې بمبارۍ پر حوثي شیعه اورپکو شوي دي چې یادې ډلې ته پکې د پام وړ زیان نه دی اوښتی.