د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي دي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف او امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د سوریې او شمالي کوریا کړکیچونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړي دي.
دواړو خواوو په نوموړو موضوعاتو پر تفصیل خبرې اترې کړي دي.
سرګي لاوروف که څه هم د شمالي کوریا اټومي هڅې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه بللې ده خو بیا یې هم ټینګار کړی دی چې له پیونګیانګ سره د لفظي شخړو اوج ته رسیدل د منلو نه دي.
همدارنګه دواړو لورو د سوریې کړکیچ په اړه د لازمو ګامونو اخیستلو او د یاد هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
دواړو لورو د روسیې په سوچي کې د سوریې موضوع په اړه د کنفرانس جوړیدلو هم خبرې کړي دي.