
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۵مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د متحده ایالاتو پر پوځي حضور ټینګار کوي.
ښاغلي پوتین په افغانستان کې د خرابیدونکي امنیتي وضعیت په اړه، اندیښنه څرګنده کړې ده.
هغه ویلي دي، چې د افغانستان وضعیت به د متحده ایاالتو ځواکونو په نشتوالي کې بدتر وی.
د روسیې ولسمشر تیرې یکشنبې په ورځ په روسیه کې د پارلمان پلاوي ته دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي د پارلماني مشرتابه سره یوه غونډه کې ووسل:
"په حقیقت کې، په افغانستان کې د تروریستي ګواښ سره وضعیت خراب شوی دی."
پوتین د ټاس نیوز نیوز اژانس له خوا په یوه راپور کې ویل شوي، چې "روسیه او امریکا" پیچلې اړیکي لري مګر موږ باید دا موضوع په مناسب ډول سره حل کړو.
د هغه په خبره، چې طالبان وسله وال په عملی ډول د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي دي.
که څه هم، پوتین ټینګار کړی، چې د هرڅه سره ـ سره بیا هم د هڅونې نښانې موجودې دي.