روهي (پنځه نۍ/۱۲ د غوايي)، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او پرېږد به نه دي چې دغه هېواد بيا د ترهګرو ځاله شي.
د ناټو ملکی استازی نکولاس کي نن ورځ هرات ته لاړه او هلته يې يادې څرګندونې کړې دي. نکولاس کي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې په همکاريو ټېنګار کړی دی.
نوموړي ويلي دي چې ناټو د افغانستان د سولې موضوع څخه هم ملاتړ کوي خو سوله بايد په داسې بيه نه وي چې د تېرو کالونو لاس ته راوړنې په کې له منځه لاړې شي.
د يادونې ده چې د سوله ييزې لارې د افغانستان بحران د حل په پار په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه او همدا ډول په قطر کې د خليلزاد او طالبانو خبرې روانې دي.
وروستي