د سالم ایزدیار پر جنازې د خونړی برید په اړه، د عطا محمد نور تازه څرګندونې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور نن په خبرې کنفرانس کې وویل، چې د سالم ایزدیار پر جنازې برید کوونکي په تورو شیشو لرونکي موټرو کې سیمې ته وړل شوي وو.
هغه زیاته کړې، د ده او حکومت ترمنځ د اړیکو خرابوالي یوه لامل دا وه چې دی تل پر حکومت نیوکه کوي.
د بلخ ولایت څخه لرې کړای شوې والي عاطامحمد نور د ملي یووالي حکومت پر مشرانو تور پورې کړ، چې دغو مشرانو غوښتل د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه لمنځه یوسي.
ښاغلي نور یو وار بیا د ملي یووالي حکومت پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نیوکه وکړه او وویل چې عبدالله ونتوانید چې په دې موده کې او په ملي یووالي حکومت کې له جمعیت اسلامي ګوند څخه په سمه توګه نمایندګي وکړي.
د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې برید د روان میلادي کال د جون میاشتې په پیل کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې درې تنه ځانمرګي بریدګرو د مراسمو ګدون کوونکي په منځ کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنې ورکړل.