
له ارواښاد استاد محمد صديق «روهي» صاحب سره زما مخ پر مخ پېژند ګلوي په ۱۳۵۶ کال کې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ په رياست کې پيل شوه او بيا ډېره پېژندګلوي مې ورسره له ۱۳۶۲کال څخه را په دېخوا د علومو اکاډمۍ د هُنر او ادبياتو په رياست کې هغه وخت زياته شوه چې له ده سره زما دوستانو: آغلې ګل غوټۍ «خاورې» د « زېري » په جريده کې زما شعرونه خپرول (هغه مهال ګل غوټۍ «خاورې» د هغې جريدې مرستياله وه او بيا وروسته د هغې جريدې مسووله مديره شوه ...)، ارواښاد دوست محمد «دوست ـ شينواری » صاحب، ارواښاد محمد اکبر« مُعتمد ـ شينواری » صاحب، ښاغلی زلمی«هېواد مل» صاحب، ښاغلی نصرالله « ناصر» صاحب، ښاغلی«مومند» صاحب، ښاغلی محمد مؤمن «پتوال» صاحب، ښاغلی شېريندل« ګرېوال»صاحب، ارواښاد مير احمد «ګوربز» صاحب، ښاغلی بسم الله «حقمل» صاحب، ښاغلی مولاجان« تڼيوال » صاحب، ارواښاد حضرت محمد «وياړ» صاحب او ... د اکاډمۍ د هُنر او ادبياتو په رياست کې يو ځای په دندو بوخت وو .
په ۱۳۶۷ (۱۹۸۸م.)کال کې چې زه د دوبي په رخصتۍ کې د «شوروي اتحاد» د اوکراين د جمهوريت د لووف د ښار له « عالي ـ سياسي او پوځي پوهنتون » څخه د اوړي په رخصتۍ کې کابل ته راغلم؛ نو د «روهي» صاحب سلام (د افغانستان د علومواکاډمۍ) ته ورغلم، له هغه سره په يوه رياست او د هُنر او ادبياتو په څانګه کې مې خپل ټول شناخته (موجود) فرهنګي دوستان وليدل؛ دوی ټولو زما زيات درناوی او عزت وکړ او هر يو زما پر ليدلو ډېر خوشحاله شو .
ما له «روهي»صاحب او له نورو حاضرو دوستانو څخه هيله وکړه؛ چې له هغو سره د هغه رياست په انګړ کې يادګاري عکسونه واخلم؛ روهي صاحب او نورو ټولو حاضرو ادبي ـ فرهنګي دوستانو د آغلې ګل غوټۍ « خاورې » صاحب په شمول را سره ياد ګاري عکسونه واخيستل ...!!
زه چې بېرته اوکراين ته لاړم . ارواښاد استاد محمد صديق « روهي» صاحب له نورو ګڼ شمېر قلموالو سره يو ځای د « خوشحال بابا فرهنګي ټولنه » جوړه کړه !
د هغې ټولنې د بنسټ ايښودلو په ورځ ټولو حاضرو فرهنګيانو او قلموالو په يوه زړه او يوې سلا ارواښاد استاد محمد صديق « روهي » صاحب د هغې ادبي ټولنې مشر غوره کړ او ښاغلی استاد عبدالخالق «رشيد» صاحب يې د هغې ادبي ټولنې د مرستيال وټاکه !!
د دې سره چې استاد محمد صديق «روهي» هېڅ نه غوښتل چې د هغې ادبي ټولنې مشري ورته وسپارله شي، دا ځکه چې هغه په علمي او ادبي څېړنو کې ډېر زيات بوخت او مشغول و؛ خو د هغې بنسټ ايښودوونکې غونډې سوب کسانو په واحد نظر د هغې ادبي ټولنې مشري پر استاد « روهي » صاحب تحميل کړه ... !
ما چې څومره ارواښاد استاد محمد صديق «روهي» صاحب پېژندلو؛ نو په زغرده ويلی شم چې هغه يو کمينه لوی عالم، انسان پال، هېواد پال، وګړپال، افغان پال، شاعر پال، ليکوال پال، فرهنګ پال، قلم پال، پښتو پال مهربان او غمخور استاد و !
هغه د پښتو ژبې د ستر او مُتبحر شاعر او ليکوال، د مغولو پر ضد ملي مُبارز شخصيت (د تورې او قلم څښتن) خان خوشحال خان « خټک » بابا ته ژور عقيدت او پوره درناوی درلود ! د خان خوشحال خان «خټک» بابا علمي ـ فرهنګي او سياسي شخصيت د استاد محمد صديق «روهي» صاحب پر ذهن او مورال دومره اغېزه کړی وه؛ چې کله د «روهي» صاحب زوی پيدا شو، نو استاد « روهي » ورباندې د: « خوشحال » نوم کېښود؛ چې اوس د ډاکتر خوشحال «روهي» په نوم شُهرت لري! (خوشحال « روهي » د طب ډاکتر دی او د خپل ارواښاد پلار غوندې ادب پالوونکی، پښتو پالوونکی، هېواد پالوونکی او ملي مُبارز شخصيت دی !!)
بله داچې د استاد « روهي » فکري او ذهني توجيه د ارواښاد مُبارز ـ شاعر او ليکوال (اجمل « خټک») نوميالي شخصيت ته هم وه؛ د همدې علت له مخې د استاد « روهي » بل زوی نوم (اجمل) کېښود؛ چې اوس انجينير دی (اجمل « روهي») او د خپل پلار په څېر د ادب پر لارې مُستقيم او پرله پسې ډول پښتو ژبه او پښتو ادب پالي !!
ارواښاد «روهي» صاحب پر خپلو غبرګو لورګانو باندې هم لوړې او څانګيزې زده کړې په افغانستان او جرمني کې کړې دي، هغوی هم لکه خپل ارواښاد مهربان پلار غوندې هېوادپالې، ادب پالې او پښتو پالې دي !!
استاد«روهي» صاحب تر دې سرحده پورې روڼ اندی، زيارګال او په علم ـ ادب مين انسان و؛ چې پر خپلې وطني (نالوستې) مېرمنې يې هم په خپل کور کې په خپله ليک ـ لوست زده کړل !!
استاد « روهي » صاحب ستر خان خوشحال خان «خټک» بابا ته دومره درناوی درلود او د هغه شخصيت د استاد «روهي» په ذهن او فکر دومره سيوری غوړولی و؛ چې کله يې ادبي ټولنه جوړوله، نو هغه ادبي ټولنه يې هم«د خوشحال ادبي ټولنې» په نوم ونوموله !!
د استاد محمد صديق «روهي» اروا دې د ستر خوشحال خان « خټک» بابا له اروا سره يو ځای د فردوس پر جنت شي !!!