
سعودي عربستان لږ تر لږه ۲۰ هغه کسان خوشي کړي، چې څه موده وړانډې د فساد په تور نیول شوي وو.
د وال سټرېټ ژورنال د خبر له مخې د سعودي ځینې لوړ پوړي چارواکي چې د فساد او نا مشروع شتمنۍ په درلودلو سره تورن او نیول شوي و، په مشروط ډول خوشي کړي دي.
د دې کسانو له ډلې یو هم د مالیې پخوانی وزیر او د آرمکو نفتي شرکت مشر ابراهیم العساف دی، چې د اختلاس او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوی و.
په خوشي شویو کسانوکې، د مالیې د پخواني وزیر مرستیال محمد بن حمودال، د سعودي د تېلکوم شرکت مدیر سعود الدویش، شهزاده ترکي بن خالد او سوداګر محی صالح شامل دي. د سعودي حکومت یوه سلاکار دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د ځینې نورو کسانو د خوشي کېدو پر سر هم خبرې روانې دي.
د سعودي حکومت موده وړاندې نېږدې ۲۰۰ لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور ونیول، چې د «ریټس کارلټون» په هوټل کې یې بندیان کړي دي. دغه هېواد له دې وړاندې هم ځینې کسان، چې ویل کېږی خپلې شتمنۍ به دولت ته وسپاري خوشي کړل، چې په دې ډله کې په لوړه کچه نفوذ لرونکی شهزاده متعب بن عبدالله هم شامل و. ویل کېږي نوموړی د یو میلیارد ډالرو په بدل کې خوشی شوی دی.