مصر کې پولیسو په ترهګرو کړنو ۹ تنه تورن کسان وژلي دي

د مصر کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې د یاد هیواد پولیسو ۹ تنه د جګړه ییزو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
سرچینه وایي چې دا کسان د نوموړي هیواد په شمال ختیځ کې وژل شوي دي.
پولیسو څرګنده کړې ده چې دوی د سینا په شرقیه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په ترڅ کې پوځیان وژلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په قاهره کې هم نهه تنه له وسلو او چاودیدونکو توکو سره لاس په لاس نیول شوي دي.
په مصر کې د اخوان المسلیمن ګوند پر واکمنۍ چې ډاکټر محمد مرسي یې په راس کې و له غیرقانوني کودتا وروسته نا ارامۍ زیاتې شوي دي.