
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا له لوري پر روسیې نوي لګېدلي بندیزونه هېڅ قانوني بنسټ نه لري او بې ځوابه به پاتې نه شي.
امریکا په یوه تازه ګام کې د ماګنیتسکي قانون له مخې پر ځینو روسي وګړو او دغه راز د چیچنیا پر ولسمشر قدیروف باندې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د امریکا دغه پرېکړه د خندا وړ بللې او ویلي یې دي، چې امریکا تر اوسه پورې د روسیې پر ۴۰۲ حقوقي وګړو، چې ډېری یې لوړ پوړي چارواکي او د شرکتونو مدیران دي او دغه راز پر۱۹۵ عامو روسي وګړو اقتصادي بندیزونه لګولي دي. نوموړې یو ځل بیا ویلي، چې روسیه به د امریکا ددغه پرېکړې پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او ځواب به یې ورکړي.
ماریا زاخارووا ویلي، دا د خواشینۍ ځای دی، چې لا هم ځیني لوړ پوړي امریکایي چارواکي پر دې ټینګار کوي، چې پر روسیه باید نور بندیزونه هم ولګول شي. دې ویلي، چې امریکا باید پوه شي، چې دا ډول کړنې د بین المللي ثبات لپاره ګواښوونکې دي. امریکا په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د مسلې په تړاو پر روسیې ځینې بندیزونه ولګول او ډېر شمېر روسي چارواکي یې د بندیزونو په لېست کې شامل کړل. رسنۍ وایي، چې امریکا اوس بیا یولوی نوملړ چمتو کړی او ډېر ژر به یې اروپایي اتحادیې ته وسپاري تر څو اروپایي هېوادونه له روسیې سره اړیکې پرېکړې.