
د جنوبي کوریا او جاپان استازي له شمالي کوریا سره د اتومي پروګرام د لانجمنې مسلې د حل لپاره پر خبرو ټینګار کوي.
دغه استازي، چې نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې سره را ټول شوي وو، ټینګار یې کړی، چې له شمالي کوریا سره خپله ستونزه د زور نه، بلکې د خبرو له لارې حل کړي.
د جنوبي کوریا استازي «لي دو هون» او د جاپان استازي «کنجي کاناسوګي) چې دواړه د دغه هېوادونو لخوا له شمالي کوریا سره د اتومي پروګرام د لانجمني مسلې د حل لپاره ټاکل شوي، پر دې ټینګار کړی، چې د خبرو له لارې مخ ته ولاړ شي.
دوی ویلي اقتصادي بندیزونه هم د مسلې د حل لپاره مرسته کولی شي، تر څو له دې لارې شمالي کوریا د خبرو مېز ته سره کېني. دوی وایي هڅې به یې دا وي، چې په یو ډول نه، یو ډول شمالي کوریا د اتومي پروګرام له بډاینې لاس په سر شي، خو تر خپلې وسې پورې به د خبرو اترو لار خپله کړي. بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو لخوا د لګېدلو بندیزونو هرکلی کړی دی.