
پاکستاني عسکرو تېره شپه پر هندي عسکرو برید کړی او څلور تنه یې وژلي دي.
د هند د جمو ایالت د پولیسو قوماندان وایي، چې څلور عسکر یې د پاکستاني عسکرو لخوا د ویشتل شویو ګولیو له کبله د هند په ختیځ کې وژل شوي دي.
هندي سمیه ییز چارواکي وایي، چې ځواکونه یې تېره شپه د ګزمې په حال کې وو، چې پاکستاني ځواکونو پرې برید کړی. دوی وایي په دغه پېښه کې د یوه قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.