
د اتریش لومړي وزیر ویلي، چې په اروپایي اتحادیه کې د ترکیې لپاره ځای نشته او د دغه هېواد د غړیتوب پر سر خبرې باید ودرول شي.
سباستین کورټس ویلي، چې ترکیې په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب چانس د وروستیو سیاستونو خپلولو له کبله له لاسه ورکړ.
ده ویلي په ترکیه کې تر اوسه بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، نو ښه به وي چې اروپایي اتحادیه د دغه هېواد د غړیتوب لپاره روان بحثونه ودروي.
سباستین کورټس ویلي، ترکیه غواړي، چې په اتریش، المان او نورو هېوادونو کې پر خپلو مهاجرو وګړو پوره نفوذ ولري او ان نه غواړي، چې دې هېوادونو ته یې وګړي کډوال شي.